فراه او خوست کې اوه ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د فراه ولایت د خاک سفېد ولسوالۍ په جمعه بازار سیمه کې، درې ترهګر طالبان د خپل لاسي جوړ شوي ماین د چاودلو له امله وژل شوي او موټر یې هم له منځه تللی دی. یاد کسان د حافظ نېکمل له ډلې وو.
د یو بل خبر له مخې؛ ترهګرو طالبانو تېره شپه د فراه ولایت په آب خرما کلي کې، د لومړۍ شمېرې لویې لارې په مسیر د امنیتي او دفاعي ځواکونو په اکمالاتي قطار وسله وال برید کړی، چې له امله یې دوه طالبان ټپیان دي او درې عرادې لوکسل موټر، یو عراده سراچه او دوه عرادې موټر سایلکونه یې هم له منځه تللي دي.
د دې ترڅنګ؛ د خوست ولایت مرکز اړوند ډاب کلي کې دوه تنه چې غوښتل یې د ترهګریزو پېښو د ترسره کولو په موخه ماین ولېږدوي؛ په لاره کې د ماین د چاودلو له امله وژل شوي دي.