د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال ستر پاسوال مولوي نور جلال جلالي د پولیسو اکاډمۍ لویې قومندانۍ له درسي ساعتونو څخه لیدنه وکړه.

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۲ - ۱۰:۴۹
svss

اداري مرستیال د پولیسو اکاډمۍ د تشریفاتو قطعې له کتنې وروسته د جنایي جرمونو سره د مبارزې پوهنځي زده کړیالانو ته دیني او اخلاقي سپارښتنې وکړې او وې ویل چې مسلمان هغه وخت پوره مؤمن ګڼل کيږي چې د رسول (ص) له سیرت ځان خبر کړي او په خپل ژوند  کې یې عملي کړي.
په پای کې د وزارت د اداري چارو مرستیال د پولیسو اکاډمۍ له جومات او د دغه بنسټ له ځینو نورو برخو څخه لیدنه وکړه.