۵ ولایتونو کې؛ شاوخوا ۲۰۰ جریبه کوکنار له منځه یوړل شوه

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۶ - ۱۱:۲۲
بسبسبس

د نشه یي کروندو د له منځه وړلو په دوام پولیسو ۱۵۰ جریبه کوکنار د هلمند په باباجي، باغران، واشیر، کجکي او موسی کلا ولسوالیو کې، څه باندې ۳۰ جریبه په ارزګان او کندهار او ۸ جریبه په ننګرهار کې له کوکنارو پاکه کړې ده.
همداراز، پولیسو په فراه ولایت کې نشه یي کروندې له منځه وړې دي.