۴ ولایتونو کې؛ سلګونه روږدي راټول او درملنه شوه

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۴۷۰ تنه په نشو روږدي کسان په بلخ، ۸ تنه په پروان او ۶ تنه نور په بامیان ولایت کې راټول کړي او د بستر لپاره یې د روږدو درملنې مرکزونو ته لېږدولي دي.
همداراز، یادو منسوبینو نیمروز کې ۱۳۰ روږدي کسان له درملنې وروسته په خپلو کورنیو سپارلي دي.