د کورنیو چارو وزارت سرپرست میدان‌وردګ ته ورسېد. 

moi-af
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۸ - ۱۱:۱۳
سشسی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني میدان‌وردګ ولایت ته په خپل سفر کې د دغه ولایت له چارواکو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو سره وکتل.

په پیل کې د دغه ولایت والي قاري بختیار معاذ د خلکو په استازیتوب له خلیفه صاحب څخه مننه وکړه او د هغه راتګ یې د ولس لپاره ویاړ وباله.

شیخ صبغت الله د دغه ولایت د خلکو ستونزې یادې کړې او د لوړ پوړو چارواکو د پاملرنې غوښتنه یې وکړه.

د کوچیانو کمېسون مشر شيخ بلخابي وويل، د ميدان‌وردګ د خلکو او کوچیانو تر منځ د شرعي او اسلامي عدالت له لارې ټولې شخړې هوارې او حل و فصل شوې دي.

ورپسې خلیفه صاحب غونډې ته په خپله وینا کې وویل: زما د مصروفیتونو له امله دلته راتګ ځنډېدلی و. د الله مرسته د وسیلو پر ځای د زړه په اخلاص ولاړه ده. تاسې همېش په اخلاص او لوړ اعتماد جهادي کارنامې سر ته رسولې دي. په تاریخي لحاظ د میدان‌وردګ خلکو تل په ډېرو سختیو کې د اسلام او هېواد دفاع په ایمانداري کړې ده.
   
ښاغلي حقاني زیاته کړه، د ازادۍ په اخیستو کې ستاسې ونډه او اتلولي بې‌ساري، بې تبعیضه او پر اسلامي او ملي مینه او جذبه ولاړه ده.

ښاغلي حقاني وویل، د نړیوالو قوانینو مطابق په اسلامي او ملي اصولو له نړۍ سره د تعامل لپاره زموږ دروازې خلاصې دي، خو د هېواد ابادي زموږ خپل مسوولیت دی چې له انتظار پرته به یې افغانان په ګډه تر سره کوو.