د کورنیو چاروزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې مرستیال الحاج لوی پاسوال عبدالحق آخند همکار د ترکمنستان له سفیر سره لیدنه وکړه

په دغه لیدنه کې، لومړی ښاغلي همکار د ترکمنستان هیواد سفیر ته ښه راغلاست ووایه او تر څنګ یې، په افغانستان کې د نشه یي توکو سره د مبارزې پر کړنلاره د ترکمنستان هیواد له سفیر سره معلومات شریک کړل.
وروسته د ترکمنستان هیواد سفیر ښاغلي خواجه اویزوف لقمان او ورسره پلاوي د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت له کړنو او لاسته راوړنو څخه د خوښی په څرګندولو سره وویل چې، د ترکمنستان هیواد چمتو دی چې په نشه د روږدو کسانو د درملنې او په نورو برخو کې پوره همکاري وکړي.
په پای کې دواړو لورو پر دوه اړخیزو همکاریو هوکړه وکړه.