۶ ولایتونو کې؛ پولیسو شاوخوا ۴۴۰ جریبه کوکنار اړولي او ۵ تنه یې نیولي دي

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په څو جلا عملیاتو کې ۴۳۲ جریبه کوکنار د بدخشان ولایت په بهارک ولسوالۍ، ۱۰ جریبه د بامیان ولایت په کهمرد ولسوالۍ، لسګونه جریبه د کابل ولایت په خاک جبار، د بادغیس ولایت په قادس او جوند ولسوالیو او د کاپیسا والایت په اله سای ولسوالۍ کې له له منځه وړي دي.
همدارنګه، یادو پولیسو ۴ تنه د نشه یي توکو د پلور په تړاو په هرات او یو بل تن د نشه یي توکو پلورونکی په پلازمېنه کابل کې نیول شوی دی.