په ٨ ولایتونو کې؛ د نشه يي توکو بوټي د امنیتي ځواکونو له لوري له منځه یووړل شول.

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۱ - ۱۰:۲۷
xxxx

د نشه یي توکو د له منځه وړلو کمپاين په لړ کې، دا ځل د نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو، ٥١ جریبه  ځمکه د ننګرهار په اچین ولسوالی کې، ١٣ جریبه د غور په الفاروق ولسوالی کې، ٣ جریبه په لغمان کې، ٢ جریبه په کندز کې او سل ګونه جریبه ځمکه د کاپیسا، ارزګان او بادغیس په ولایتونو کې د نشه يي توکو له کښت څخه پاکه کړې.
دغه راز په نشه يي توکو ٥٢ جریبه کرل شوې ځمکه د یوې میاشتې په لړ د هرات په ولایت کې د امنیتي ځواکونو له لوري پاکه شوې.