۵ ولايتونو کې؛ شاوخوا ۲۵ جريبه کوکنار اړول شوي
د نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبينو په څوجلا عملياتو کې ۲۲ جريبه کوکنار د بدخشان په ارګو ولسوالۍ، درې جريبه د لغمان په عليشنګ ولسوالۍ او دوه جريبه په ننګرهار کې له منځه وړي دي.
همدارنګه يو تن په ننګرهار کې ۹۰۰ پاکټه نشه يي ګوليو د لېږد، يو تن د نشه يي توکو د خرڅلاو په تړاو په بغلان او ۴۰۰ کيلو د اومان بوټي په فراه کې سوځول شوي او دوه تنه يې په تړاو نيول شوي