هرات کې پولیسو د څلورو کړیو ماینونو له چاودلو مخنیوی کړی.

hakimi-moi
شنبه ۱۳۹۷/۱۰/۲۹ - ۱۶:۶
0023

د هرات ولایت پولیسو د دې ولایت په زاول، شینډنډ او کهسان ولسوالیو کې د څلورو ګړیو ماینونو له چاودلو مخنیوی کړی دی. ترهګرو غوښتل له یادو ماینونو د ترهګریزو پېښو په ترسره کولو کې ګټنه وکړي، خو موخې ته له رسېدو مخکې د ملي پولیسو له خوا کشف او ضبط شول.

د دې ترڅنګ، د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د ملي پولیسو له خوا دوه تنه، د وسله والو غلاو په تور ونیول شول. له یادو کسانو یو میل تفنګچه او یو عراده موټر سایکل نیول شوي دي.