د کورنیو چارو وزارت د دفتر لوی رییس په کاج روزنیز مرکز باندې د برید د قربانیانو له کورنیو سره لیدنه وکړه او د کورنیو چارو سرپرست وزیر د خواشینۍ او غم شریکۍ پیغام یې له دوی سره شریک کړ.
د کورنیو چارو وزارت د دفتر لوی رییس الحاج پاسوال مولوي زین الله عابر تیره ورځ د کاج روزنیز مرکز د شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته د ښاغلي الحاج خلیفه سراج الدین حقاني د ډاډګیرنې او خواشینی پیغام له دوی سره شریک کړ وویل: دښمن اوس د امنیتي ځواکونو پر وړاندې د مقابلې توان له لاسه ورکړی او په داسې کرغیړنو کړنو غواړي چې د اسلامي امت تر منځ فاصلې را منځ ته کړي چې خپل دې آرمان ته به ونه رسیږي.
وروسته د افغانستان اسلامي امارت د اقتصاد وزارت مرستیال داکټرعبداللطیف نظري هم خبرې وکړې او د کورنیو چارو وزارت له رهبرۍ یې مننه وکړه چې په دغه ستر غم کې له دوی سره شریک شول.
د کابل امنیه قومندانۍ مرستیال مولوي ابراهیم هم د شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته ډاډګیرنې پیغام رسولو تر څنګ وویل: مونږ او تاسې ټول ګډ او یو دښمن لرو او پرته له قوم، سمت او مذهب څخه پر مونږ او تاسې باندې بریدونه کوي خو خپلو شومو موخو ته به ونه رسیږي او له ولسونو یې وغوښتل چې د خپلو امنیتي ځواکونو سره پوره همکاري وکړي تر څو د داسې غیر انساني کړنو مخه ونیول شي.
د کورنیو چارو وزارت د دفتر لوی رییس، د ښاغلي خلیفه صاحب حفظه الله له لوري یوه اندازه نغدې پیسې هم د شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته د دوی د مداوا او ستونزو د حل په موخه وروسپارلې.
په پای کې د شهیدانو او ټپیانو د کورنیو په استازي توب یو تن خبرې وکړې او د کورنیو چارو وزارت له مشر تابه یې مننه وکړه چې له دوی سره یې مرسته او غم شریکي وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې په ټول توان به د خپلو امنیتي ځواکونو سره همکاري کوي.