د هرات په کرخ ولسوالۍ کې ۲۵ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

jamil-moi
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۳ - ۱۳:۵۹
k

ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د هرات ولایت په کرخ ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۲۵ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
یاد ترهګر د طالبانو د مخکښ قوماندان غوث‌الدین سیاه خان په دستور له بادغیس ولایت څخه د هرات کرخ ولسوالۍ ته د ترورېستي پېښو د طرحې او سازماندهي په موخه راغلي وو.
په دې عملیات کې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.