لوګر کې د ترهګرو طالبانو استخباراتي مسوول قاري شاغاسي مشهور په جلالي ووژل شو

تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو د استخباراتو مسوول قاري شاغاسي مشهور په جلالي وژلی او دوه نور ترهګر یې نیولي دي.
قاري شاغاسي د ترورېستي بریدونو په طرحه کې په ځانګړې توګه د کابل په موسهي ولسوالۍ کې لاس درلود.
له نیول شویو کسانو څخه یو میل کلاشینکوف، یوه قبضه تومانچه، یو عراده موټرسایکل، یوه پایه مخابره او همداراز یو اندازه مهمات او تجهیزات هم ترلاسه شوي دي.