د کندهار امنیتي ستونزو ته د رسېدنې په پار ځانګړي پلانونه تر لاس لاندې نیول شوي
د کورنیو چارو سرپرست وزیر جنرال عبدالستار میرزکوال کندهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت امنیتي ستونزو او ننګونو ته د رسېدنې په موخه خبري ناسته ترسره کړه.
جنرال عبدالستار میرزکوال د دې ناستې په لړ کې د کندهار ولایت لپاره د ځانکړو پلانونو یادونه وکړه او کندهار مېشتو ته یې شته ستونزو ته د بېړنۍ رسېدنې ډاډ ورکړ.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست طالب ترهګره ډله د هېواد د ابادۍ او د افغانانو د هوساینې ښکاره دوښمنه یاده کړه او د عامه تاسیساتو ورانی یې د دوی د شومو موخو ښکاره بېلګه وښوده.
د دې خبري ناستې پر مهال ښاغلي میرزکوال څرګنده کړه، چې د کندهار وروستۍ امنیتي پېښې په جدي ډول څېړل کېږي او د امنیتي وضعیت د استقرار په موخه بنسټيز تغییرات پر لاره دي.