د کورنیو چارو سرپرست وزیر د پولیسو ټولو قوماندانانو ته لارښوونه وکړه چې د امنیت ساتنې په برخه کې خپلې چارې له نوې کړنلارې سره پیل کړي

jamil-moi
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۳۱ - ۱۱:۴
5

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مل پاسوال عبدالستار میرزکوال نن سهار د ویډیو کنفرانس له لارې د ولایتونو له امنیه قوماندانانو سره غونډه وکړه. 
د کورنیو چارو وزارت سرپرست په دې غونډه کې له خلکو او خاورې د دفاع په برخو کې د هېواد د ملي پولیسو هڅې وستایلې او قوماندانانو ته یې په ټینګار سره وویل چې له دې وروسته دې د افغانستان د دوښمن د ځپلو په برخه کې خپله جنګي کړنلاره بدله کړي او په پوره قاطعیت دې له خاورې او خلکو دفاع وکړي. 
مل پاسوال عبدالستار میرزکوال د مکافاتو او مجازاتو پر اصل ټینګار وکړ او د پولیسو قوماندانانو ته یې خبرداری ورکړ چې له خلکو او خاورې د دفاع په برخو کې هېڅ ډول غفلت او ناغېړي ورته د منلو نده او هغه کسان چې ور سپارل شویو چارو ته پاملرنه نه کوي، پر وړاندې به یې جدي چلند ترسره شي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د دې غونډې په لړ کې د پولیسو د اعاشوي، تجهیزاتي، تسلېحاتي او همدارنګه د تحکیماتي بېزونو او پوستو اړتیاوو او د دې ترڅنګ د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر منځ په موثرې همغږۍ او غوره سوق او ادارې هم ټینګار وکړ. 
په پای کې د هېواد د ولایتونو امنیه قوماندانانو هم د کورنیو چارو وزارت سرپرست ته د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې او همداراز د قانون د تنفیذ په برخو کې د بې درېغه هڅو ډاډ ورکړ.