کونړ او ننګرهار کې څلور داعش ترهګر ونیول شول

jamil-moi
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۰ - ۹:۵۰
7

د کونړ او ننګرهار ولایتونو د ملي پولیسو منسوبینو تېره شپه د ننګرهار ولایت په ښېوې ولسوالۍ کې د یو لړ اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې درې داعش ترهګر نیولي دي.
همدارنګه؛ د دې عملیاتو په تعقیب سره په کونړ ولایت کې هم یو داعش ترهګر نیول شوی دی.
یادو ترهګرو په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې په بم اېښودنو، اختطاف او د ترورېستي فعالیتونو په سازماندهي کې فعاله ونډه درلوده.