لغمان کې ترهګر طالبانو ته درنه مرګ ژوبله؛ ۱۶ ترهګر طالبان وژل شوي او ۲ ټپيان دي

jamil-moi
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۶ - ۱۴:۳۰
7

ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ د لغمان ولایت د مرکز په اړوند جوګي پله او شمنګل سیمو کې د ترهګرۍ ضد یو لړ ګډ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۶ ترهګر طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د دې عملیاتو پر مهال د ترهګرو طالبانو ګڼې وسلې او مهمات له منځه وړل شوي او ځايي خلکو ته پکې زیان ندی اوښتی.
د یادونې وړ ده چې په لغمان ولایت کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو چاڼیز عملیات په بریا سره دوام لري.