د سمنګان په حضرت سلطان کې د ترهګرو طالبانو د ۳۰ کسیزې ډلې مشر ووژل شو

jamil-moi
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۵ - ۹:۴۴

د سمنګان ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې تېره شپه د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو تر منځ نښته کې د ترهګرو طالبانو د مخکښ غړي مولوي محمدالدین په ګډون درې ترورېستان وژل شوي دي.
مولوي محمدالدین د حضرت سلطان ولسوالۍ له پاره د ترهګرو طالبانو مخکېنی ولسوال و او اوسمهال یې د ترهګرو طالبانو د یوې ۳۰ کسیزې ډلې مشري کوله.
محمدالدین پر حضرت سلطان ولسوالۍ د ترورېستي بریدونو په سازماندهي کې فعاله ونډه درلوده.
د وژل شویو ترهګرو جسدونه له دوه میله کلاشینکوفونو او یو عراده موټرسایکل سره د جګړې په ډګر کې پاتې شوي دي.