تخار، کندوز، کاپیسا او بامیان کې ۹ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

ملي پولیسو د تخار، کندوز، کاپیسا او بامیان ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۹ تنه د غلا، د غیرقانوني وسلو د لېږدونې او شکونې په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ د تخار ولایت د تالقان ښار په څلورمه حوزه کې دوه تنه د موټر، زرو او پیسو د غلا، کندوز ښار کې دوه تنه د پیسو د غلا، د کاپيسا ولایت د حصې اول ولسوالۍ په اړوند سیمو کې درې تنه د جنايي جرمونو او د غیرقانوني وسلو د لېږدونې او همدارنګه د بامیان ولایت په دویمې حوزه کې هم دوه تنه د موټر د غلا قضیې په تړاو نیول شوي دي.