کونړ کې ګڼ مهمات، چاودېدونکي توکي، نشه يي توکي او ناقانونه وسلې کشف او ترلاسه شوې

jamil-moi
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۱ - ۱۴:۲۴
۹

د کونړ ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو په سرکاڼو ولسوالۍ کې ۲۸ کیلوګرامه تریاک چې په یوه سراچه ډوله موټر کې د سابو په منځ کې په ځیرک ډول ځای پر ځای شوي وو، کشف او ترلاسه کړل.
د دې قضیې په تړاو یو کس نیول شوی او یاد کس غوښتل نشه يي توکي له ننګرهار ولایت څخه کونړ ولایت ته ولېږدوي. 
په همدې حال کې؛ یادو ځواکونو د یو لړ نورو عملیاتو او تلاشیو په پایله کې لس میله ناقانونه وسلې او همدارنګه یو اندازه مهمات او چاودېدونکي توکي هم کشف او ترلاسه کړي دي.