پروان کې د وسله والو غلو پنځه کسیزه ډله ونیول شوه
د پروان ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو له نورو امنیتي ځواکونو سره یو ځای د بګرام ولسوالۍ په باریکاب سیمه کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د وسله والو غلو پنځه کسیزه ډله نیولې ده.
نیول شویو غلو د شپې لخوا د لویې لارې پر مسیر د باروړونکو موټرو له چلوونکو څخه د وسلې په زور پیسې اخیستې او له دې کسانو څخه د یو میل کلاشینکوف په شمول درې میله بېلابېل ډوله وسلې هم ترلاسه شوې دي.