کابل کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر کشف او ترلاسه شو

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۲ - ۱۲:۱۰
6

د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې په اړوند امارات ښارګوټي سیمه کې له چاودېدونکو توکو یو ډک موټر له څو قبضې لاسي بمونو سره یو ځای نیولی دی.
له یاد موټر څخه ۴۰۰ ډزه د پیکا ګولۍ، ۱۴ عدده د بمونو فیوزونه، ۹۳ عدده د ماین فیوزونه او یو اندازه چاودېدونکي توکي کشف او ترلاسه شوي دي.