په کابل، کندوز او سمنګان ولایتونو کې د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو د اوو تنو د نیول کېدو سربېره؛ په ننګرهار کې ۶۱ کیلوګرامه هیرویین کشف او ترلاسه شوي

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل، کندوز او سمنګان ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو کشفي عملیاتو په ترڅ کې اوه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د دې کسانو له منځه؛ د کابل ښار په ارغندې چوک کې یو کس د څلور کیلوګرامه ښيښه د قاچاق او همدارنګه د کابل ښار د څلورمې او اولسمې امنیتي حوزو په اړوند سیمو کې درې تنه د نشه يي توکو د پلور، د کندوز ښار د درېیمې او اومې امنیتي حوزو په اړوند سیمو کې د نشه يي توکو دوه پلورونکي او د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار کې هم یو کس د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیول شوي دي.
بلخوا؛ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د ننګرهار ولایت په دوربابا ولسوالۍ کې پر یوه استوګنیز کور ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې ۶۱ کیلوګرامه هیرویین کشف او ترلاسه کړي دي.
د دې قضیې په تړاو تر اوسه څوک ندي نیول شوي، خو د نیولو لپاره یې د پولیسو هڅې روانې دي.