فاریاب کې یو ترهګر طالب چې له "څادرۍ" څخه په استفاده یې دولتي کارکوونکي ترور کول، ووژل شو
فاریاب کې یو ترهګر طالب چې له ښځینه کالیو "څادرۍ" څخه په استفاده یې د دولتي کارکوونکو د ترور قصد درلود، تر پېژندنې وروسته وژل شوی دی.
له یاد ترهګر څخه یو میل کلاشینکوف وسله او دوه قبضې لاسي بمونه هم ترلاسه شوي دي.
همداراز د فاریاب ولایت د امنیه قوماندانۍ پولیسو د میمنې ښار په درېيمه ناحیه کې د ځینو عملیاتو په پایله کې یو ترهګر طالب نیولی او دوه میله بېلابېل ډوله وسلې یې د پولیسو لاسته ورغلي دي.