ایران پینځه فراري قاتلین افغانستان ته وسپارل

د ایران پولیسو د افغانستان انټرپول پولیسو ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې پینځه فراري قاتلین سپارلي دي.
یاد پینځه فراري قاتلین په هېواد کې تر قتل وروسته ایران هېواد ته تښتېدلي وو.
نیول شوي کسان په هرات، کاپیسا او لوګر ولایتونو کې د څلور کسانو په وژنې تورن دي.