کابل او دایکندي کې درې تنه د نشه يي توکو او مهماتو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

ملي پولیسو په کابل او دایکندي ولایتونو کې درې تنه د نشه يي توکو او مهماتو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
له دې منځه د کابل ښار د ۱۲ امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې دوه تنه چې دوه کیلو ګرامه هیرویین يې د نوشابې قطیو په منځ کې په ځیرک ډول ځای پر ځای کړي وو، له یو عراده موټر سره یو ځای نیول شوي دي.
همداراز د دایکندي ولایت د میرامور ولسوالۍ په اړوند سیمو کې هم یو کس له ۱۱۰ کیلو ګرامه تریاکو، یو میل تفنګچې، څلور کیلو ګرامه چاودېدونکو توکو او یو شمېر مهماتو سره یو ځای نیول شوی دی.
د دې کسانو دوسیې د لا زیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.