تخار کې دوه حرفوي غله ونیول شول

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۷ - ۱۰:۲۸
g

پولیسو د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې دوه تنه هر یو شایق مشهور په "عشو" او نجات الله مشهور په "پولاد" د وسله والو غلاوو په تړاو نیولي دي.
عشو او پولاد د تالقان ښار په اړوند سیمو کې په بېلابېلو وسله والو غلاوو کې لاس درلود.
له دې کسانو څخه یو میل کلاشینکوف، دوه کړۍ لاسي بمونه، یو عراده موټر او یو شمېر نظامي تجهیزات ترلاسه شوي دي.
د دې کسانو نسبتي دوسیې د لا زیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو سپارل شوې دي.