ننګرهار کې ۳۳۳ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ترلاسه شول

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱ - ۱۰:۳۴
7

د ننګرهار ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو په مرکز جلال اباد ښار او شېرزادو ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په پایله کې ۳۳۳ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ترلاسه کړي دي.
له دې منځه پولیسو د جلال اباد ښار د نهمې ناحیې په اړوند سیمو کې یو کس د ۴۶ کیلو ګرامه چرسو د قاچاق په تړاو نیولی.
یاد کس نشه يي توکي په یو عراده زرنج واسطه کې ځای پر ځای کړي وو، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخو کشف او ضبط شوي دي.
همداراز امنیتي او دفاعي ځواکونو د شېرزادو ولسوالۍ په اړوند سیمو کې هم ۲۸۵ کیلو ګرامه چرس او دوه کیلو ګرامه تریاک کشف او ترلاسه کړي دي.
له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبین ورځ تر بلې هڅه کوي، څو د نشه يي توکو د پېر، پلور او قاچاق د مخنیوي په برخه کې له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.