کاپیسا، بادغیس، خوست، ننګرهار او هرات کې شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

تېره ورځ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو په کاپیسا، بادغیس، خوست، ننګرهار او هرات ولایتونو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
له یادو کسانو څخه د دوه کیلو ګرامه چرسو د ضبط سربېره یو شمېر نور نشه يي توکي د تریاکو، هیرویینو او ښيښه له ډوله له یو میل کلاشینکوف سره یو ځای د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي.
د دې کسانو نسبتي دوسیې د لا زیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.