خوست کې درې تنه د وژنې او غلا په تړاو ونیول شول

د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د مرکز خوست ښار په اړوند سیمو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې درې تنه د وژنې او غلا په تړاو نیولي دي.
له دې منځه دوه تنه چې په قتل تورن وو، په خوست ښار کې نیول شوي او همداراز یو کس چې په ښار او کوڅو کې به یې په وسله والو غلاوو او شکونو لاس پورې کاوه؛ نیول شوی دی.
د یادو کسانو دوسیې د لا زیاتو څېړنو په موخه اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.