کابل کې ۷۰ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي

د تېرو ۲۰ ورځو په لړ کې پولیسو په کابل ښار او ولسوالیو کې د بېلابېلو اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۷۰ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د وژنې او د موټرو د غلا په تړاو نیولي دي.
له یادو کسانو څخه ۲۵ میله وسلې، پنځه قبضې برچې او شپږ عرادې غلا شوي موټر هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د یادونې وړ ده چې پولیسو سره د نښتو په پایله کې درې متکرر مجرمین هم وژل شوي دي.