لغمان کې څلور ماین خښوونکي د خپل لاس ماین چاودنې له امله ووژل شول

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۴ - ۹:۵۹
6

تېره ورځ د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښار په اړوند سیمو کې څلور ماین خښوونکي د خپل لاس ماین چاودنې له امله وژل شوي دي.
یادو کسانو غوښتل چې د مهترلام ښار په اړوند سیمو کې یوه ښوونځي ته نږدې یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړي، چې ماین پرې چاودلی او په ترڅ کې یې څلور واړه ماین خښوونکي وژل شوي دي.