بدخشان کې دوه تنه له یو شمېر کېمیاوي توکو سره ونیول شول

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۰:۲۲
7

تېره ورځ د بدخشان ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې یو شمېر هغه کېمیاوي توکي نیولي، چې د هیرویینو په جوړولو کې ترې استفاده کېده.
په دې موادو کې ۴۶۰ کیلو ګرامه جامد کېمیاوي توکي او ۱۰۰۰ لیتره تېراب شامل دي، چې په یو عراده بار وړونکي موټر کې په ځیرک ډول ځای پر ځای شوي وو او قاچاقبرانو غوښتل دا مواد د بدخشان ولایت ارګو ولسوالۍ ته ولېږدوي؛ چې هدف ته له رسېدو مخکې د پل بېګم په سیمه کې نیول شوي دي.
د دې قضیې په تړاو دوه تنه نیول شوي دي.