غزني کې د ۱۲۰ تُنه نشه يي توکو په کشف سره د ترهګرو طالبانو لویه عایداتي سرچینه له منځه یوړل شوه

له نشه يي توکو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو د هوايي ځواکونو په ملاتړ د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ په "الوخېل" کلي کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د ترهګرو طالبانو د نشه يي توکو لویه عایداتي سرچینه له منځه وړې ده.
د دې عملیاتو پر مهال د ترهګرو طالبانو د نشه يي توکو اووه لویې کارخونې له منځه وړل شوې او په پایله کې يې ۱۲۰ ټُنه چرس کشف او ترلاسه شوي دي.
پدې موادو کې چې خام او پروسس شوي توکي شامل دي، له نشه يي توکو سره د مبارزې د ځانګړو ځواکونو له خوا سوځول شوي دي.
ترهګرو طالبانو له دې کارخونې د نشه يي توکو په تولید او پلور سره په ګاونډیو ولایتونو کې خپل جګړه تمویلوله.