کابل کې د ترهګرو طالبانو یو مهم غړی ونیول شو

تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ولایت د پنځمې ناحیې په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو یو مهم ډلمشر او کلیدي غړی نیولی دی.
یاد کس په غزني کې د ترورېستي پېښو په طرح او د دولتي کارکوونکو په ترور کې مهم نقش درلود او همداراز کابل ته هم د ترهګریزو فعالیتونو د ترسراوي په هدف راغلی و.