کابل او کاپيسا کې دوه تنه د ترهګریزو فعالیتونو په تړاو ونیول شول

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۳۰ - ۱۲:۲۵
f

تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کاپيسا ولایت د مرکز اړوند په نواباد سیمه کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې یو کس د ترهګریزو فعالیتونو په تور نیولی دی.
له یاد کس څخه یو میل وسله او یو کړۍ ماین هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
همداراز د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ولایت په بګرامیو ولسوالۍ کې هم د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یو تن د ترهګریزو فعالیتونو په تړاو نیولی دی.