خوست کې له یوې خونړۍ پېښې مخنیوی شوی

نن سهار د خوست ولایت ملي پولیسو د مرکز اړوند په ګلزار اکا سیمه کې له یوې موټرسایکل بم چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو یو موټرسایکل له چاودېدونکو تو ډک کړی و او غوښتل یې د ګلزار اکا سیمې پر عمومي سړک کې يې د ملکي مرګ ژوبلې په هدف چاودنه ورکړي؛ چې له چاودنې مخکې د پولیسو لخوا کشف او د امنیه قومندانۍ د انجینیرۍ ډلې لخوا له منځه یوړل شو.