فارياب کې اووه ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۳ - ۸:۵۴
4

تېره شپه امنيتي او دفاعي ځواکونه د فارياب ولايت په ګرزيوان ولسوالۍ کې له ترهګرو طالبانو سره نښتي، چې په ترڅ کې يې درې ترهګر طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
پدې نښته کې يو امنيتي سرتېرى ټپي شوى او ملکي خلکو ته کوم زيان ندى اوښتى.