بدخشان کې یو کس د نشه يي توکو او وسلو د قاچاق په تړاو ونیول شو.
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ کې په یوه کور کې دننه یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۴۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي د تریاکو له ډوله له یو میل کلاشینکوف او یوې تفنګچې سره کشف او ترلاسه کړي دي.
د دې قضیې په تړاو یو تن نیول شوی دی.