خوست کې د راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو د امنیت ساتلو په هدف غونډه جوړه شوه.

rahimzai_moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۷ - ۱۲:۲۳
g

د خوست ولایت امنیه قومندان مل پاسوال سید احمد بابازي پدې ولایت کې د راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو د امنیت ساتلو په موخه غونډه جوړه کړه.
مل پاسوال سید احمد بابازي په خوست کې د ټاکنو د امنیت ساتنې په برخه کې له راغلو پرمختګونو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې د هېواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په خوست کې د امنیت ساتنې په برخه کې رغنده ګامونه پورته کړي او راتلوونکي پلانونه به هم په ښه ډول پلي کړي.
د خوست ولایت امنیه قومندان دا هم وویل، چې خوست ته ټول حساس او غیر حساس ټاکنیز مواد رارسېدلي او پدې برخه کې هېڅ ستونزه نه لیدل کېږي.
د غونډې په پای کې ښاغلي بابازي خوست مېشتو ته د ټاکنو د ورځې د امنیت ساتنې ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې په ډاډه زړه دې د رایې اچونې صندوقونو ته ولاړ شي او له خپل حق او مسوولیته دې دفاع وکړي.