کاپیسا کې یو کس له ترهګرو طالبانو سره د اړیکو لرلو په تړاو ونیول شو.

rahimzai_moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۷ - ۱۰:۵۹
ل

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کاپیسا ولایت په حصه دوم ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې یو تن له ترهګرو طالبانو سره د اړیکو لرلو په تړاو نیولی دی.
له یاد کس څخه درې میله وسلې، یو کړۍ لاسي بم، درې صوبه پرتله او یو شمېر نور مهمات او نظامي تجهیزات د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.