زابل کې ۲۹ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
تېره شپه ترهګرو طالبانو د زابل ولایت په اټغر او دایچوپان ولسوالیو ډله ییز بریدونه کړي، چې د ګډو افغان ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شوي دي.
د افغان ځواکونو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښتو کې ۸ ترهګر طالبان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.
د دې نښتو په لړ کې د ترهګرو طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د یادونې ده چې په دې نښتو کې یو امنیتي سرتېری شهید شوی او دوه سرتېري ټپيان دي.