د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو، د نشه يي توکو د غیرقانوني لابراتوارونو د شنډولو او د نشه يي توکو د کښت او قاچاق  په اړه د څېړلو مسوولیت لري. 
نشه یي توکي زمونږ د ګران هېواد افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره لوی ګواښ او ننګونه ده، کوم چې په مستقیم ډول په هېواد کې د ناامنۍ، بې ثباتۍ او جګړې له دوام سره تړاو لري او زمونږ د ټولنې روغتیا ته جدي ګواښ پېښوي.
نشه یي توکي په هېواد کې د ترهګرۍ د تمویل یوازینۍ سرچینه ده او په هېواد کې په پراخه کچه  د اداري، اخلاقي او ټولنیز فساد لوی لامل دی.

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت لومړیتوبونه

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د نافذه قوانینو په رڼا کې د ستراتېژیو، پالیسیو، حکمونو او د لوړ پوړو چارواکو د اوامرو پر بنسټ لاندې لومړیتوبونه لري:

  1. د کورنیو چارو د وزیر د لس کلن لیدلوري او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د وزارت د ګډې پالیسي عملي کول؛
  2. د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د پولیسو تخصص او ظرفیت لوړول او همداراز د نشه يي توکو پر وړاندې د پولیسو د روزنې په اکاډمي کې د ظرفیتونو رامنځته کول؛
  3. د تاک د عملیاتو رهبري کولو په مرکز کې د ظرفیتونو رامنځته کول، د عملیاتو پیاوړي کول او د عملیاتو د کچې لوړول؛
  4. د نشه يي توکو د لویو ډلو د قاچاقبرانو په نښه کول؛
  5. د نشه يي توکو د پروسېس مرکزونه او د هیرویینو د تولید فابریکو په نښه کول؛
  6. په سرحدونو کې د نشه يي توکو د وسله والو قاچاق کوونکو ډلو د له منځه وړلو لپاره په پراخه کچه د چاڼیزو عملیاتو په لاره اچول؛
  7. د سیمه ییزو همکاریو پیاوړتیا او د معلوماتو او اطلاعاتو تبادله او له ګاونډیو هېوادونو سره په ګډه د هېواد په سرحدونو کې د عملیاتو ترسره کول؛
  8. په ټول هېواد کې په بشپړه توګه د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو هڅې او د کوکنارو د کښت د مخنیوي قطعې بیا رامنځته کول او زیان منونکو ولایتونو کې د کوکنارو د له منځه وړلو لپاره ظرفیت لوړول؛
  9. د نشه یي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره په سرحدونو، بندرونو، ګمرکونو او هوایی ډګرونو کې د ظرفیتونو لوړول او په یادو سیمو کې د مسلکي پولیسو ځای پر ځای کول.