پکتیکا کې د ترهګرو طالبانو د درېیو مهمو قومندانانو په ګډون ۴۴ ترهګر طالبان ووژل شول.
تېره ورځ د پکتیکا ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ په فقیرانو کلي کې ترهګرو طالبانو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې د ملي پولیسو او هوايي ځواک له چټک غبرګون سره مخ شوي او په ترڅ کې یې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې.
د ګډو ځواکونو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې د ترهګرو طالبانو د درېیو مهمو قومندانانو حماس، سقراط او قومندان منک په ګډون ۴۴ ترهګر طالبان وژل شوي دي.
د نښتې په لړ کې د ترهګرو طالبانو د یو شمېر سپکو او درنو وسلو ترڅنګ د دوی یو شمېر نقلیه وسایط هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د یادولو وړ ده چې د نښتې په پایله کې دوه پولیس هم ټپیان شوي دي.