هلمند کې پنځو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

rahimzai_moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۶ - ۱۰:۳
د

د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ اړوند په مهاجر بازار سیمه کې افغان ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې پنځو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د افغان ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو لخوا پنځه کیلو متره سیمه د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکه شوې، چې پرمهال یې دوه ترهګر طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د یادو عملیاتو په لړ کې د افغان ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو د انجینیرۍ ډلې له لوري ۲۰ کړۍ بېلابېل ماینونه هم کشف او شنډ شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د عملیاتو په ترڅ کې افغان ځواکونو او ملکي خلکو ته کوم زیان ندی اوښتی.