کابل کې د نشه يي توکو یوعمده پلورونکی ونیول شو.

تېره شپه د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ د دویمې امنیتي حوزې له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو د یو لړ اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې د نشه يي توکو یو عمده پلورونکی نیولی دی.
یاد کس د ده افغانان په سیمه کې د پولیسو له خوا ونیول شو، چې تر دې دمخه د پولیسو تر څار لاندې و.