هېواد کې د تېرې اونۍ په لړ کې د پولیسو له ۱۱۹ اطلاعاتي مرکز سره د خلکو د همکارۍ په پایله کې له څو ترهګریزو او جنايي پېښو مخنیوی شوی.
د پولیسو له ۱۱۹ اطلاعاتي مرکز سره د هېوادوالو د همکارۍ په ترڅ کې د کابل، فراه، خوست، سمنګان، کندز او هرات ولایتونو کې له ۱۴ ماین چاودنو او د چاودېدونکو توکو له چاودنې مخنیوی شوی او د کابل ښار د ۱۱، ۱۳ او ۱۵ امنیتي حوزو په اړوند سیمو کې له څلورو جنايي قضیو په ځانګړې توګه د موټر له غلا مخنیوی شوی، چې د غلا په تړاو یې څلور تنه له یو میل تفنګچې، یو قبضه چاقو او یو عراده موټر سره نیول شوي دي.
همداراز د کابل ښار د ۱۶ حوزې له اړوند سیمو څخه یو عراده غلا شوی موټر هم د پولیسو لاسته ورغلی دی.
کورنیو چارو وزارت د امنیت په ټینګښت کې د هېوادوالو له سهم اخیستنې په ځانګړې توګه د پولیسو له ۱۱۹ اطلاعاتي مرکز سره د خلکو له همکارۍ مننه او درناوی کوي.
له خپلو پولیسو سره اوسئ...