کابل کې دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تور ونیول شول.
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په کابل ولایت کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې دوه تنه د یاد ولایت د شکر درې ولسوالۍ له اړوند سیمو په ترهګریزو فعالیتونو کې د لاس لرلو او له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تور نیولي.
یادو کسانو په ترهګریزو پېښو کې د لاس لرلو سربېره د نشه يي توکو په قاچاق کې هم لاس درلود.
له دې کسانو دوه میله وسلې او یو شمېر نظامي تجهیزات د پولیسو لاسته ورغلي دي.