پکتیا او غزني کې ۲۱ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۳/۹ - ۹:۱۵

پکتیا او غزني ولایتونو کې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د یو لړ ګډو چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې.
د پکتیا ولایت د احمداباد ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د پولیسو ځانګړو ځواکونو له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره یو لړ ګډ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې اوه ترهګر طالبان وژل شوي دي.
د یادولو ده چې د عملیاتو پرمهال شپږ کلي د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک شوي دي.
همداراز د غزني ولایت په دهک ولسوالۍ کې د پولیسو ځانګړو ځواکونو له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره ګډ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې اته ترهګر طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.