فراه کې د ترهګرو طالبانو یو کلیدي غړی ونیول شو.

moi-af
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۲/۲۴ - ۸:۳۸
c
د ترهګرو طالبانو یو کلیدي غړی چې د پرچمن ولسوالۍ د ولسوال حافظ عبدالحق نظامي ترهګریزې ډلې پورې تړاو لري او د ترهګریزو پېښو په طرح او سازماندهۍ کې یې لاس درلود، ونیول شو.
یاد کس له څه موده راهیسې د پولیسو تر څار لاندې و،چې تېر ورځ د ملي پولیسو د یو لړ اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې د فراه د مرکز نورزوی سړک له سیمې ونیول شو.
نیول شوي کس په لومړنیو څېړنو کې د ترهګریزو پېښو په طرح او سازماندهۍ کې په لاس لرلو اعتراف کړی دی.